سعودي ائتلاف په یمن کې ۳۱۰ ځلي له اوربنده سرغړوی کړې
د سعودی تیری ګر ائتلاف یو ځلي بیا په یمن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربند څخه ۳۱۰ ځلي په سرغړوی سره ډزې او بریدونه کړي دي.
د یمن د المسیرې له راپور سره سم، د سعودي تیری ګر ائتلاف او د هغوی مزدوران په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن په الحدیده کې ۳۱۰ ځلي اوربند تر پښو لاندې کړي دي.
سعودي تېری ګر ځواکونه او د هغوی مزدوران د اوربند سره سره بیا هم د درنو او سپکو وسلو په مټ خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
په الحدیده کې د اوربند موافقه په سوېډن کې د سعودي او د یمن انصارالله ولسي ځواکونه تر مینځ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې لاسلیک شوه خو له هغه راهیسې سعودي تېری ګر ځواکونه په ورځني توګه له دې موافقې څخه سرغړوی کوي.
عربستان د امریکې او د امارات او څو نورو هیوادونو په ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا یمن اشغال کړې او دغه هیواد یې له هوا، سمندر او ځمکې څخه محاصره کړې او د هر ډول خوراکي او درملیزو توکو د وارداتو مخه نیولې ده.
د سعودي د دغه یرغل د امله تر دې دمه ۱۷ زره یمني یان وژل شوي او په لسګونو زره ټپیان شوي او په میلیونونو خلګو بې کوره شوي دي.