د سعودي عربستان الوتکو په مارب ولایت بریدونو ته دوام ورکړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو څه د پاسه څلویښت (۴۰) ځله د یمن په مارب ولایت کښې په ځینو سیمو بمبارې کړي دي .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون په مارب ولایت کښې په حریب ، الجوبه او العبدیه سیمو سختې بمبارې وکړې .
د عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو په تیرې یکشبنې او دوشنبې ورځو هم په مارب او الجوف ولایتونو کښې په بیلابیلو سیمو باندې پنځوس (۵۰) ځله بمبارې کړي وې .
د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په الرقو سرحدي سیمه کښې هم د سعودي عربستان د عسکرو په ډزو کښې دوه (۲) ملکیان ژوبل شوي دي .
سعودي عربستان او د هغه ملګرو هیوادونو له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د خلکو پرضد بمباریو ، حملو او د سمندر ، ځمکې او د هوا له لارې کلابندیو ته دوام ورکړی خو ریاض تراوسه خپل هدف ته په رسیدا کښې ناکامه شوی او سخته ماتي یې خوړلي ده .