عربستان د یمن د شتمنیو چور او تالان ته دوام ورکوي
Sep 30, 2021 09:08 Asia/Kabul
د یمن د ملي ژغورنې د ادارې غړی د عربستان له لوري د یمن د شتمنیو چور او تالان ته په اشارې سره وویل: په سیمه کې جنګ د صهیونیستي رژیم او د وسلو د پلور د بازارونو په ګټه ده.
د یمن د ملي ژغورنې د دولت غړی محمد البخیتی د دغه هیواد په جنوبي سیمو کې د خلګو مظاهرې انقلابي وبللې او زیاته کړه: د یمن د ملي ژغورنې دولت له هغو اعتراضاتو ملاتړ کوي چي د نیواک ګرو له لوري د یمن د زیرمو د چور او تالان سره مخالفت کوي.
البخیتی ټینګار وکړ چي عربستان او امارات په یمن کې د ګټو سره د مخالفتونو سره سره، په جنوبی سیمو کې له ولسي مظاهرو څخه په خپله ګټه کې کار اخلي.
هغه زیاته کړه چي د سولی په مذاکراتو کې د یمن ګوښه شوی ولسمشر منصور هادی او الاصلاح ګونډ هیڅ رول نه لري، یوازې واشنګټن په دې هکله پریکړه کوي.
ټیګونه