سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106340-سعودي_عربستان_په_یمن_باندې_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن رسنیو بیګا په شمال کښې په صعده ولایت کښې په هستوګنو سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو او د راکټي حملو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 01:25 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن رسنیو بیګا په شمال کښې په صعده ولایت کښې په هستوګنو سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو او د راکټي حملو خبر ورکړ .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن په صعده ولایت کښې په «رازح »او  «شدا » سیمو د توپونو او د راکټونو ډزې کړي دي چې تراوسه یې د مرګ ژوبلو او د رسیدلي تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

په عین حال کښې د یمن د پوځ د افسرانو د عملیاتو کوټې بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګر ځواکونو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې دوه سوه اتویشت (۲۲۸) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

د سعودي عربستان پوځي تیریو د یمن بې وزله هیواد د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .

په یمن باندې د سعودي عربستان په بمباریو او حملو کښې تراوسه څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰)  بې ګناه خلک مړه شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .