سعودي عربستان د یمن په مارب پراخ بریدونه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106422-سعودي_عربستان_د_یمن_په_مارب_پراخ_بریدونه_کړي_دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن سرچینو په مارب ولایت کښې په هستوګنه سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو د پراخې حملې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 09:21 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د یمن په مارب پراخ بریدونه کړي دي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن سرچینو په مارب ولایت کښې په هستوګنه سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنګي الوتکو د پراخې حملې خبر ورکړ .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو نن په مارب ولایت کښې په «حریب »سیمې بمبارې وکړې چې له کبله یې یو (۱) تن ووژل شول او درې (۳) نور سخت ژوبل شول .

په تیرو دوو (۲) ورځو کښې د یمن په صعده ولایت باندې هم د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو په پراخو بریدونو کښې اوه (۷) ملکي وګړي وژل شوي او شپاړس (۱۶) نور ژوبل شوي دي .

په عین حال کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاندې محمد عبدالسلام په ټویټر پیغام کښې وویل هغه تیریګر چې په یمن کښې د سولې هڅه کوي باید په دغه هیواد باندې خپل تیري بند کړي .

هغه وویل په یمن کښې د هرډول سولې سریزه  د تیري بندول ، د کلابندۍ لغو کولو او له دغه هیواده د پردیو او د نیواکګرو عسکرو وتل دي .

هغه وویل یمن تراوسه په هیڅ هیواد تیری نه دی کړي او همدا اوس خپله ازادۍ او خپلواکۍ غواړي .