سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106614-سعودي_عربستان_په_یمن_باندې_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په یوه(۱) کور باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو په حملې کښې درې (۳) ملکیان وژل شوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2021 11:18 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی

د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې په یوه(۱) کور باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو په حملې کښې درې (۳) ملکیان وژل شوي .

دغه برید بیګا د یمن د صعده ولایت د الصفرا ولسوالۍ په اللجبه سیمه کښې په یوه (۱) کور وشوه چې له کبله یې درې (۳)کسان مړه او دوه(۲) نور ژوبل هم شول .

د یمن د صعده ولایت په شدا او الرقو سیمو باندې د سعودي عربستان د تیرې چهارشنبې ورځې په توپونو ډزو کښې هم څلور (۴) کسان مړه او نهه(۹) نور ژوبل شوي وو .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګروملتونو جنګ غوښتنې تراوسه څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) خلک وژلي ، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونونو نور یې کډوال کړي هم دي .