عراق باید له تیرو غلطیانو درس واخلي او اختلاف ختم کړي
الفرات نیوز خبري اژانس نن راپور ورکړ د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د پارلمان د انتخاباتو په نتیجو باندې د اعتراض په هکله وویل له تیرو غلطیانو باید درس واخلو او اختلافات څنګ ته کړو .
هغه وویل د امن ساحل ته د عراق د رسولولپاره باید یوبل ته په لاسونو ورکولو سره شخصي او ګوندي اختلافات څنګ کړو او د ملت د حقوقو د تحقق لپاره عمل وکړو .
د عراق د پارلمان په انتخاباتو باندې د وروستیو څو ورځو د اعتراضونو په دوام کښې پرون د« فتح » ائتلاف غړي محمود الحیاتي وویل د ټول ټاکنو پایلې د الحشد الشعبي ولسي ځواک پرضد ستره دسیسه ده .
له دې مخکې هم د غږملتیا د چوکاټ په نوم د عراق د شیعیانو د غږملتیا پلاوي هم په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د پارلمان د انتخاباتو له نتیجو سره خپل بشپړه مخالفت اعلان کړی دی .
د عراق د پارلمان د انتخاباتو د لومړیو نتیجو له اعلان وروسته د ټول ټاکنو ډیرو کاندیدانو د انتخاباتو د لوړ کمیسیون لخوا په اعلان شوي نتیجې اعتراض کړی او د نتیجو په اعلانولو کښې یې د شفافیت غوښتنه کړي ده .
اعتراض کونکي د عراق د پارلمان په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ خبره کوي .
د عراق د پارلمان وارمخکې انتخابات د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په لسمه (۱۰) نیټه ترسره شوي وو .