امریکا او عربستان د شهید حسن زید د ټرور مسول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107136-امریکا_او_عربستان_د_شهید_حسن_زید_د_ټرور_مسول_دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د انقلاب لوړې کمیټۍ امریکا او سعودي عربستان د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د ورزش شهید حسن زید د ټرور مسول وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • امریکا او عربستان د شهید حسن زید د ټرور مسول دي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د انقلاب لوړې کمیټۍ امریکا او سعودي عربستان د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د ورزش شهید حسن زید د ټرور مسول وبلل .

هغه نن د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د ورزش د وزیر حسن زید د شهادت د لومړۍ(۱) کلیزې په مناسبت وویل د حسن زید ټرور وښودله چې د هیواد ټول خلک د ټرور لپاره د تیریګرو  هیوادونو په شیشت کښې دي .

د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي وویل د سعودي عربستان ائتلاف د حسن زید په ټرور سره ثابته کړه چې د پوځي او د غیر پوځي هدفونو ترمینځ هیڅ توپیر ته قائل نه دی .

سعودي عربستان له تیرو کلونو راهسې د یمن پرضد هوايي ، ځمکنیو او سمندري بریدونو ته دوام ورکړی چې تراوسه یې ډیرې بې ګناه خلک وژلي دي په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .