د یمن عسکرو د عربستان ۳۵ پوځیان مړه او ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107210-د_یمن_عسکرو_د_عربستان_۳۵_پوځیان_مړه_او_ژوبل_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع راپور ورکړ د سعودي عربستان په جنوب کښې په جیزان ښار باندې په ځانګړیو توغندوي حملو کښې پینځه دیرش (۳۵)کسان مړه او ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2021 11:40 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو د عربستان  ۳۵ پوځیان مړه او ژوبل کړي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع راپور ورکړ د سعودي عربستان په جنوب کښې په جیزان ښار باندې په ځانګړیو توغندوي حملو کښې پینځه دیرش (۳۵)کسان مړه او ژوبل شوي دي .

هغه په یوه (۱)خبري کانفرنس کښې وویل د یمن پوځ او ولسي کمیټۍ پرون بریالې شوې چې په پینځو (۵) بلاسټیک توغندیو سره د سعودي عربستان د عسکرو په قومندنۍ و د وسلو او مهماتو په ګودام او د اپاچي هیلي کوپټرونو د دیره کیدا پرځاې برید وکړي .

د یمن د پوځ ویاند یحی سریع وویل په پینځو دیرشو(۳۵) وژل شویو او ژوبلو  کسانو کښې د سعودي عربستان د عسکرو څو افسران او یوشمیر پایلوټان هم  شامل دي .

یحیی سریع  د یمن دغه حملې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو  جنایتونو او دهغوې بیا بیا هوايي حملو او د هیواد ظالمانه کلابندۍ ته ځواب وباله او ویې ویل عربستان چې څومره  د هوايي حملو زیاتول او سر غړونو ته دوام ورکړي او د یمن کلابندۍ نوره  هم زیاته کړي زمونږ حملې به هم دردونکي او پراخې وي .