له ایران سره مذاکرات دوستانه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i107602-له_ایران_سره_مذاکرات_دوستانه_دي
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بیګا وویل چې له ایران سره خبرې اترې دوستانه دي خو ډیر پرمختګ یې نه دی کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2021 04:09 Asia/Kabul
  • له ایران سره مذاکرات دوستانه دي

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بیګا وویل چې له ایران سره خبرې اترې دوستانه دي خو ډیر پرمختګ یې نه دی کړی

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بیګا وویل چې له ایران سره خبرې اترې دوستانه دي خو ډیر پرمختګ یې نه دی کړی

د عربستان خارجه وزیر دا څرګندونې په روم کښې د ۲۰ ډلې د غونډې ترڅنګ کړې دي.

د شل ډلې دوه ورځنۍ غونډه پرون د ایټالیا په روم ښار کښې پیل شوه.

د نړۍ د شلو غوره اقتصادي قدرتونو مشران پرون د ایټالیا په پلازمینه روم ښار کښې سره راغونډ شول څو د نورو نړیوالو بدلونونو ترڅنګ د دوو ډیرو مهمو کړکیچونو په توګه د آب و هوا د بدلونونو او د کرونا د وبا په هکله د نظرتبادله وکړي او کومه حل لاره ورته ولټوي.

د سعودي عرب خارجه وزیر د لبنان د بدلونونو په غبرګون کښې هم مدعي شو چې هیواد یې د لبنان د نوي حکومت د پاتې کیدو یا ختمیدو په هکله هیڅ نظر نه لري.

بن فرحان هغه دباؤ ته له اشارې پرته چې ریاض په لبنان باندې اچولی دی، ادعا وکړه: له لبنان سره د کړکیچ جرړه، د حزب الله سلطې ته ورګرځي.