القاعده او داعش ډلې د یمن د پوځ پرضد جنګیدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108252-القاعده_او_داعش_ډلې_د_یمن_د_پوځ_پرضد_جنګیدلي_دي
المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ په یمن او سعودي عربستان کښې د القاعده ډلې سرغنه خالد باطرفي په یمن کښې له انصار الله غورځنګ سره په جنګ اعتراف وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 13, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • القاعده او داعش ډلې د یمن د پوځ پرضد جنګیدلي دي

المیادین ټيلي ويژن راپور ورکړ په یمن او سعودي عربستان کښې د القاعده ډلې سرغنه خالد باطرفي په یمن کښې له انصار الله غورځنګ سره په جنګ اعتراف وکړ .

هغه وویل د یمن له پوځ او ولسي کمیټيانو سره په مبارزې کښې زمونږ رول ښکاره دی او هیڅوک ترې انکار نشي کولای او مونږ د یمن په یولسو (۱۱) جبهو کښې په جنګونو کښې ګډون وکړ .

په یمن او سعودي عربستان کښې د القاعده ډلې د سرغنې خالد باطرفي دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوي دي چې د یمن انصار الله غورځنګ په ځلونو ویلي دي چې د سعودي عربستان ائتلاف د یمن له پوځیانو او ولسي کمیټیانو سره د مقابلې لپاره د داعش او د القاعده ډلې له غړیو استفاده کوي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د کورنیو چارو وزیر عبدالکریم الحوثي هم مخکې ویلي وو د سعودي عربستان ائتلاف د داعش او د القاعده ډلې له عناصرو څخه د یمن د ځواکونو پرضد د جنګ لپاره استفاده کوي .

د یمن پرضد د سعودي عربستان په جنګ، حملو او بریدونو کښې زرګونو ښاریز چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي دي او دغه هیواد د خوراکي شیانو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دی .

داعش ، القاعده ، جبهه النصره  او نورې په لسګونو ترهګرې وهابي ډلې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن ، اسرائیلو ، امریکا ، انګلستان ، فرانسې او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړې کړي دي او دغه ډلې هم په ښه ډول د بره ذکر شویو هیوادونو خدمتونه کوي .