د یمن پوځیانو د امریکا بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه
Nov 13, 2021 10:11 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د یمن پوځ وویل چې په مارب ولایت کښې د غلیمانه عملیاتو د ترسره کولو په وخت يې د امریکا د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکه اسکین ایګل نسکوره کړي ده .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع نن وویل د امریکا د جاسوسۍ دغه بې پایلوټه الوتکه نن سهار د مارب ولایت په الجوبه سیمه کښې د پوځ په هوايي برید کښې نسکوره شوي ده .
هغه وویل د امریکا بې پایلوټه الوتکه په یوې (۱) مناسبې وسلې سره نسکوره شوي ده او زر بې د ټوټو پرچو عکسونه خپاره کړو وویل دا د اسکین ایګل په شان شپږمه (۶) بې پایلوټه الوتکه ده چې د یمن پوځیانو په روان میلادي کال کښې نسکوره کړي ده .
د یمن پوځ په تیرو څو میاشتو کښې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د سعودي عربستان د ائتلاف څو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي .
ټیګونه