د مارب ولایت قبایلي پلاوي له عبدالمالک حوثي سره کتنه وکړه
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د مارب ولایت د «جبل مراد» سیمې یوه (۱) قبایلي پلاوي پرون د انصار الله غورځنګ له مشر عبدالمالک الحوثي سره کتنه او خبرې وکړې .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي هم په دغه کتنې کښې له دغه قبایلي پلاوي وغوښتل چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې امنیت ، سوله او ثبات پیاوړی کړي او د کورنیو ستونزو د حل لپاره ملګرتیا وکړي .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر د دغو قبایلي مشرانو د قدرونې په ترڅ کښې د سعودي عربستان له تیریګرو سره د مقابلې لپاره د هغوې د پوهې قدرونه وکړه .
د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثي وویل د هیواد د ملاتړ لپاره د «جبل مراد» د قبایلو فیصله یوه(۱) ملي پاله ، زړوره ، ازادانه او شرافتمندانه فیصله ده .
د یمن د مارب ولایت د العبدیه او دغه راز د شبوه ښارونو یوه (۱) قبایلي پلاوي هم د روانې میاشتې په پیل کښې د انصار الله غورځنګ له مشر عبدالمالک الحوثي سره کتنه او خبرې کړي وې .
په مارب ولایت کښې د حکومتي عسکرو او د انصار الله ولسي غورځنګ د ځواکونو د پرمختګ په دوام سره د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له نیواک څخه د دغه ولایت د ازادیدا لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي .