په یمن کښې هره ورځ له ۳۰۰ زیات ماشومان مري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i108612-په_یمن_کښې_هره_ورځ_له_۳۰۰_زیات_ماشومان_مري
په یمن کښې د ماشومانو حالات ډیر خراب دي او میلیونونه ماشومان کلابند او محاصره دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2021 01:27 Asia/Kabul
  • په یمن کښې هره ورځ له ۳۰۰ زیات ماشومان مري

په یمن کښې د ماشومانو حالات ډیر خراب دي او میلیونونه ماشومان کلابند او محاصره دي

د یمن د روغتیا مرستیال وزیر د یمن خلاف جنګ د ناوړه پایلو آثارو او پایلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د سعودي ائتلاف لخوا د مسلط شوي جنګ، محاصرې او د غمیزه ناکو آثارو له امله یې هره ورځ څه باندې ۳۰۰ له پنځو کالو د کم عمر ماشومان مري.

نجیب القباطي د یمن خلاف د جنګ غمیزه رامینځته کونکو آثارو ته په اشارې سره وویل: ۴۳ فیصده نوزیږي چې له وخته مخکښې پیدا کیږي، د طبي امکاناتو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله مړه کیږي.

هم داشان د یمن د بشري حقوقو د وزارت سرپرست وویل: د یمن خلاف د جګړې اووم کال په ختمیدو دی او د ملګرو ملتو په شمول انسان دوستانه سازمانونو له یمنیانو په تیره بیا ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره تراوسه په خپلو دندو عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: په یمن کښې د ماشومانو حالات ډیر خراب دي او میلیونونه ماشومان کلابند او محاصره دي.

د ویلو ده چې د یمن خلاف د سعودي ائتلاف جنګ د ۲۰۱۵ کال د مارچ له ۲۶ نیټې څخه پیل شو او له امله یې تراوسه نیغ په نیغه یا د جنګ د اثراتو له امله له یو لاک نه زیات یمینان وژل شوي دي چې زیاتره په کښې ماشومان دي.