د ملګروملتونو د استازي خوځښتونه مشکوک دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن پارلمان په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي وروستي خوځښتونه د یمن پرضد د سعودي عربستان د حملو د زیاتولو لپاره دي .
د یمن پارلمان پرون وویل د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي خوځښتونه مشکوک دي ځکه په ظاهره سولې ته د رسیدا او د جنګ د بندیدا خو په باطن کښې د یمن د ملت د وژلو لپاره د حملو د زیاتولو ښودنه کوي .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو پرون سهار د یمن په پلازمینې صنعا کښې په غیر پوځي سیمو څو ځله بمبارې وکړې چې یوشمیر تاوانونه یې اړولي دي .
دغه راز د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د هوايي چلند د موسسې د مشر مرستیال رائد جبل وویل د سعودي عربستان ائتلاف په خپل تر ټولو نوي جنایت کښې هڅه کوي چې د پلازمینې صنعا هوايي ډګر ته د ملګروملتونو د الوتکو الوت بند کړي .
هغه د صنعا د نړیوال هوايي ډګر په هکله د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف تورونه رد کړل او ویې ویل تیریګر ائتلاف د خپلو پرله پسې حملو د توجیه کولو لپاره د صنعا د هوايي ډګر په هکله له دروغو ډکې خبرې کوي او د حقیقت د اپوټه ښودلو ته یې مخه کړي ده .
بل خبر دا چې د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط وویل د امریکا لخوا د یمن کلابندۍ جنګي جنایت دی چې د یمن د څه د پاسه پینځویشت (۲۵) میلیونه خلکو ژوند ته یې تاوان رسولی دی .