صهیونیستانو په یوه میاشته کې ۱۳۵ فلسطیني یانو ته مرګژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109134-صهیونیستانو_په_یوه_میاشته_کې_۱۳۵_فلسطیني_یانو_ته_مرګژوبله_واړوله
په تېره میاشته کې په فلسطین باندې د صهیونیستي ترهګرو ځواکونو د بریدونو په دوام کې د دوو ماشومانو په شمول ۱۳۵ فلسطینی وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2021 14:10 Asia/Kabul
  • صهیونیستانو په یوه میاشته کې ۱۳۵ فلسطیني یانو ته مرګژوبله واړوله

په تېره میاشته کې په فلسطین باندې د صهیونیستي ترهګرو ځواکونو د بریدونو په دوام کې د دوو ماشومانو په شمول ۱۳۵ فلسطینی وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، د نوومبر په میاشته کې صهیونیستي ترهګرو ځواکونو په فلسطین باندې په برید کولو سره دوه ماشومان یې په شهادت رسولي او ۱۳۳ کسان یې تپیان کړي.

همدارنګه د دغه ترهګر رژیم ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه او نیواکي قدس کې څه د پاسه ۱۹۹ فلسطیني یان نیولي او د فلسطیني یانو ۵۴ بابه کورونه او مغازې یې وران کړي دي.

د دې راپور له مخې د صهیونیستي ښارګوتي اوسیدونکو په تېره میاشته کې د فلسطیني یانو په کورونو او همدارنګه جوماتونو او مقدسو ځایونو باندې ۵۶ ځلي برید کړي.