سعودي عربستان په یمن باندې بمباریو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109154-سعودي_عربستان_په_یمن_باندې_بمباریو_ته_دوام_ورکړی
ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان جنګي الوتکو بیګا د یمن په پلازمینې صنعا بیا بمبارې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 02:34 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بمباریو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس وايي د سعودي عربستان جنګي الوتکو بیګا د یمن په پلازمینې صنعا بیا بمبارې وکړې .

د یمن سرچینو وویل د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو د صنعا د نړیوال هوايي ډګر په خواوشا سیمو کښې بمبارې وکړې چې تراوسه یې د رسیدلي تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څو اونیو کښې په ځلونو د یمن په بیلابیلو سیمو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې او حملې کړي دي .

د سعودي عربستان  پوځي تیریو د یمن څه د پاسه پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایاني تباه کړي او دغه هیواد له یې د خوراکي شیانو او د درملو له کمښت سره مخ کړی دی .

په یمن باندې د سعودي عربستان په تیریو او جنګونو کښې تراوسه سلګونه زره کسان مړه او ژوبل شوي او څلور (۴) میلیونه خلک کډوال شوي هم دي .