فرانسه د یمن په جنګي جنایتونو کې شریکه ده
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون د فارس خلیج دجنوبي حوزې هیوادونو ته پخپل دوه ورځني سفر پیل کې په دوبئ کې د متحده عربی اماراتو له ولی عهد محمد بن زاید سره لیده کاته کړي او په دغو کتنو کې ئې په اماراتوباندې د فرانسې جوړ کړائ شوو اتیا جنګي الوتکو د خرڅولو لپاره څوارلس میلیارډ یوروپه ارزښت یو تړون هم لاسلیک کړ
ایرنا خبری اژانس راپور روکړ ،د یمن دلوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد علی الحوثی سعودي عربستان ته د فرانسې د ولسمشر د سفر په غبرګون کې ووئيل فرانسه هم د یمن په جنګی جنایت کې شریکه ده .
الحوثی پرون ناوخته پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل ، د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون چې عربستان ته په سفر سره د یمن دتعز ولایت په مقینه ولسوالۍ کې د ښاریزو او ماشومانو د وژلې مرتکب شو ،په سخته محکوم کوو .
هغه لیکلي دي ، د تیریګر ائيتلاف په هیوادونو د وسلو د پلورلو د دوام لپاره له اروپائي هیوادونو د ماکرونو غوښتنې چې هغه پخپله هم په دغه تیریګر ائيتلاف کې ګډون لري ، په یمن کې د جنګي جنایت مرتکب شوی دی .
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون د فارس خلیج دجنوبي حوزې هیوادونو ته پخپل دوه ورځني سفر پیل کې په دوبئ کې د متحده عربی اماراتو له ولی عهد محمد بن زاید سره لیده کاته کړي او په دغو کتنو کې ئې په اماراتوباندې د فرانسې جوړ کړائ شوو اتیا جنګي الوتکو د خرڅولو لپاره څوارلس میلیارډ یوروپه ارزښت یو تړون هم لاسلیک کړ .همداراز ټاکل شوې ده له سعودي عربستان سره هم د میلیارډونو یورو په ارزښت وسلې وپلوري .