نړیواله ټولنه سعودي عربستان نورو جنایتونو ته هڅوي
العهد خبري چینل راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام د هیواد د بې دفاع او د بې ګناه خلکو پرضد د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د جنایتونو دوام وغاند .
هغه بیګا د سعودي عربستان د تیریو په وړاندې د یمن د خلکو مظلومیت ته د نړیوالې ټولنې په بې پامۍ باندې سختې نیوکې سره وویل نړیواله ټولنه د سعودي عربستان ائتلاف په یمن کښې د نورو جنایتونو ترسره کولو ته هڅوي او نړیوالې ټولنې په کامل ډول په قصدي ډول د خارجي تیریګریو په وړانډې د یمن د خلکو په مظلومیت باندې سترګې پټې کړي دي .
عبدالسلام د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځونه دوه ګوڼه وبلل او ویې ویل بې شکه دغه دوه ګوڼه معیارونه سبب کیږي چې د یمن خلک د خپلې خاورې د دفاع کولو په ډګر کښې د تیر وخت په پرتله زیاته اراده ولري .