د صهویسټ رژيم په ضد شپږپریکړه لیکونه تصویب شول
دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه دملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د سیاسی او استعمار ضده چارو په ځانګړي کمیټې کې تصویب شوي وو چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې هم تصویب شول .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، دملګروملتو عمومی اسمبلۍ دصهیونیسټ رژيم له خوا فلسطین دمظلوم ولس د انساني حقوقو دخلاف ورزۍ او ددغه رژيم دجنایتونو په خلاف شپړ پریکړه لیکونه چې له دې مخکې دعمومي اسمبلۍ څلورمې کمیټې تصویب کړي وو ، په اکثریت سره رایه ورکړه .
په راپور کې وئيل شوي ، دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه دملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د سیاسی او استعمار ضده چارو په ځانګړي کمیټې کې تصویب شوي وو چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې هم تصویب شول .
دغه پریکړه لیکونه د فلسطینیانو دبشری حققوو په سسټماټیک خلاف ورزۍ کې د صهیونیسټ رژيم د اقداماتو ، په ختیځي بیت المقدس او جولان کې د ښارګوتو دجوړونې د محکومیّت اود فلسطینیو کډوالو لپاره دملګروملتو د مرستندویه او کارموندونکي آژانس (آنروا) له فعالیتونو څخه دملاتړ په باب دی .
په دغو پریکړه لیکونو کې همداراز په نیواکي ټاټوبو کې د ښارګوټو دجوړونې ، د غزې د مځکنۍ ، هوائي او سمندر له لارې کلابندۍ ، په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطینیو ښاریزو په ضد د ښارګوټو اوسیدونکو لمسونکي اقدامات او همداراز د فلسطینیانو بندی کول او خپل سري اقدامات او د کورنو ورانول هم محکوم شوی او خپلو کورونو ته د فلسطنیو کډوالو پر ستنیدا ټينګار شوی دی .په دغه پریکړه لیکونو کې دسورئې دجولان په باب هم له صهیونیسټي رژیمه غوښتل شوي ، دملګروملتو په تصویب شوو پریکړه لیکونو دې عمل وکړي او ددِې سیمې نیواک دې پاي ته ورسوي .