عربستان د یمن دوه ماشومان وژلي او دوه ژوبل کړي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن سرچینو د پلازمینې صنعا په شمال لویدیځ باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د حملې خبر ورکړ .
د یمن د پلازمینې صنعا په شمال لویدیځ کښې په حجه ولایت باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په نن سهار برید کښې دوه (۲) بې ګناه ماشومان وژل شوي او دوه (۲) نور ژوبل شوي دي .
دغه برید د یمن د حجه ولایت په «عبس » ولسوالۍ کښې په «الجر » سیمې باندې د سعودي عربستان د ائتلاف له دریو (۳) حملو وروسته شوي دي چې پکښې کلسټر بمونه کارول شوي وو .
له بلې خوا د یمن خبري سرچینو وویل د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د جنګ د بندولو لپاره د ریاض د خارجه وزیر له ادعا سره سره په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل نهه پنځوس (۱۵۹) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګونو تراوسه د یمن په سلګونو زره کسان مړه او ژوبل کړي او څلور (۴) میلیونه یې کډوال کړي هم دي .
د سعودي عربستان پوځي تیریو د یمن څه د پاسه پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایانې تباه کړي او دغه هیواد یې د درملو او د خوراکي شیانو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .