د یمن د مارب ولایت جګړه نهايي اوفاینل شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109582-د_یمن_د_مارب_ولایت_جګړه_نهايي_اوفاینل_شوي_ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د خارجه وزیر مرستیال په دې خبرې سره چې د مارب ولایت د ازادولو لپاره جګړه نهايي شوي ده وویل د ګوډاګیانو څرګندونې هسې بې مورده شورماشور او ادعاګانې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 10:07 Asia/Kabul
  • د یمن د مارب ولایت جګړه نهايي اوفاینل شوي ده

فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د خارجه وزیر مرستیال په دې خبرې سره چې د مارب ولایت د ازادولو لپاره جګړه نهايي شوي ده وویل د ګوډاګیانو څرګندونې هسې بې مورده شورماشور او ادعاګانې دي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د خارجه وزیر مرستیال حسین العزی په خپلي ټویټر پاڼې کښې د مارب ولایت د ازادولو د وروستیو پرمختیاو په هکله وویل د مارب موضوع ختمه شوي ده او هغه څه چې ګوډاګیان یې وايي هسې شورماشور او پوچې ادعاګانې دي .

هغه وویل د یمن د مارب ولایت حتمي ازادول د بل لوري د ځپلو لپاره شخړه نه ده بلکې امنیتي ضرورتونه ، له ترهګرۍ سره مقابله او د سولې د ارادې بلوغ ته ګروهنه دغه جګړه ایجاب کړي ده او د دغو حقایقو درک کول مهم دي .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د خارجه وزیر مرستیال حسین العزی ټینګار  وکړ که چیرې د تاسو هدف د یمن د حکومت له مینځه وړل دي نو باید پوه شئ چې دغه جنګ د تاسو په ګټه نه دی ځکه چې د یمن پوځ د انډول عامل او امنیتي ضرورت دی او له بلوا ، ترهګرۍ او د سولې او د امنیت له ګډوډولو پرتله بل ځای ناستی نلري .

هغه وویل په مارب ولایت کښې د ګوډاګیانو جنګ ماتي خوړلي جګړه ده ځکه چې د یمن ملت ټاټوبي ، تاریخ ، تفکر او هویت لري او یو(۱) ګوند یا مثلا یو ځانګړی حالت نه یوو چې څوک مونږ له مینځه یوړل شي .

راپورونه وايي چې د یمن پوځ او ولسي کمیټیو د البلق الشرقي غرونه چې له مارب ښار سره د تماس په لیکه کښې پراته دي ازاد کړل .

دغه لوړ غرونه د جنوب ختیځ لخوا د یمن د مارب ولایت د دفاع لپاره ترټولو اخري لوړې سیمې دي .