سعودي عربستان د یمن څوارلس ښاریز مړه او ژوبل کړل
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن په الحدیده او تعز ولایتونو باندې د سعودی عربستان د جنګي الوتکو په بریدونو کښې یوه (۱) ښځه او درې (۳)ماشومان ووژل شول او لس (۱۰) نور ژوبل شول .
د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په الحدیده ولایت کښې د «حیس »سیمې په ختیځ کښې په هستوګنو سیمې بمبارې وکړې چې په ترڅ کښې یې دوه (۲)ماشومان ووژل شول او د یوې کورنۍ پینځه (۵)نور غړي ژوبل شول .
د یمن په تعز ولایت باندې د سعودي عربستان د ائتلاف په هوايي حملې کښې هم یوه (۱) ښځه او یو(۱) ماشوم وژل شوي او درې (۳)نور ژوبل شوي دي .
د یمن پوځ هم په متقابل اقدام کښې د سعودي عربستان په خاوره کښې په څو سټراټيژیکو مرکزونو بریدونه وکړل .
د سعودي عربستان بمباریو او حملو د یمن څه د پاسه پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایانې تباه کړي دي او دغه هیواد یې د درملو او د خوراکي شیانو له کمښت سره مخ کړی دی .