د یمن پوځ د امریکا جوړه جاسوسۍ الوتکه نسکوره کړه
Dec 16, 2021 09:29 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع نن وویل د هیواد دافع هوا په شمال ختیځ کښې د مارب ولایت په وادي عبیده سیمه کښې د غلیمانه اقداماتو د ترسره کولو په وخت د امریکا سکین ایګل په نوم د جاسوسۍ بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړي ده .
هغه وویل د یمن ځواکونه به د هیواد د هوايي حریم د ساتلو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونکړي .
د یمن پوځ د روان میلادي کال له لومړیو څخه ترنن ورځې پورې د سعودي عربستان د هوايی ځواک څه د پاسه لس (۱۰) بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي دي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د دوې د ملګرو جنګ تراوسه د سلګونو زره کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د څلور(۴) میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .
ټیګونه