د مصر د اخوان المسلمین موقته رهبرپه پانسۍ محکوم شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109930-د_مصر_د_اخوان_المسلمین_موقته_رهبرپه_پانسۍ_محکوم_شو
په ۲۰۱۳کال کې  د محمدبدیع له نیول کیدا وروسته   اخوان المسلمین غورځنګ محمودعزت ددغه غورځنګ دموقته  رهبر په توګه معرفی کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 02:59 Asia/Kabul
  • د مصر د اخوان المسلمین موقته رهبرپه پانسۍ محکوم شو

په ۲۰۱۳کال کې  د محمدبدیع له نیول کیدا وروسته   اخوان المسلمین غورځنګ محمودعزت ددغه غورځنګ دموقته  رهبر په توګه معرفی کړی دی .

 الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ،  دمصر رسندویو ، له بهرنیو لورو سره  دارتباط په دوسیې کې  د اخوان المسلمین غورځنګ د موقته رهبر   محمود عزت  په پانسۍ د محکومیدا فیصله تائید کړې ده . 

د مصر د حکومتي امنیت د جنائي  چارو لوړې محکمې  په  هغې دوسیې کې چې په رسنیو کې ؛ په ختیځي پولو  کې په نفوذ؛ مشهوره ده ، د محمودعزت د پانسۍ فیصله ،  د هیواد دګټو په ضد له بهرنیو ګوندونو سره  په ملګرتیا دهغه د تورونو په دلیل  صادره کړې ده .

محمود عزت  د مصر دملی امنیت د نظام په ضد او د ختیځي پولو  باندې د یرغلونو  په ارتباط په دووو دوسیو کې د یوه غیابی  حکم په اساس  دوه ځله  پنځه ویشت کاله په بند محکوم شوی ؤ .

دمصر د کورنیو چارو وزارت  محمود عزت د مصر د اخوان المسلمین  غورځنګ د پوځي څانګې د تاسیس  اصلي مسئول  ګڼي . محمودعزت  له ۱۹۶۰لسیزې راهسې ، د  اخوان المسلمین غورځنګ  یو مهم او اساسی  شخصیت  دی او  هغه د د دغه غورځنګ د رازونو اوشتمنیو ساتونکی یاد شوی دی .

په ۲۰۱۳کال کې  د محمدبدیع له نیول کیدا وروسته   اخوان المسلمین غورځنګ محمودعزت ددغه غورځنګ دموقته  رهبر په توګه معرفی کړی دی .