عربستان دې له دې لا دردونکو ګوزارونو په تمه ووسي
د سعودیانو حملو یو ځل بیا د هغه نړیوال سیاست ناکارندوالی او د نړیوالې ټولنې منافقانه دریځونه چې پر ملګروملتو او امنیت شورا تیکه لري نندارې ته وړاندې کړي دي .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ ، دیمن دسیاسی شورا یوه لوړپوړي مسئول محمد البخیتي نن سهار په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ،د یمن پوځ او ولسی مبارزې کمیټې به ډير زر د سعودي تیریګر ائيتلاف بې آمانه حملوته سخت ځواب ورکړي .
البخیتي ووئیل ، د صنعاءحکومت به دحملې ځواب په حملې سره ورکړي او ډير زر به د آل سعود رژيم لاسخت دردونکی ځواب وویني .
هغه زیاته کړې ،د سعودي حکومت دیمن په ضد په جنګ کې بندون ته رسیدلی او د کومې نتیجې په ترلاسه کولو کې بې وسه دی، له دې امله اوس ئې یو ځل بیا د د صنعاء دهوائي ډګر او سټیډیم په څیر په غیر پوځي مرکزونو او هستونو سیمو او عامو خلکو باندې د حملو اوبمباریو جنایتونو ته مخه کړې ده .
د یمن د سیاسی شورا دغه مسئول مقام ددې خبرې په کولو سره چې په صنعاء دسعودي ائيتلاف دحملو له زیاتیدا سره په مارب کې د یمن دپوځ د پرمختګ ترمینځ ارتباط لري ، روښانه کړې ، د سعودیانو حملو یو ځل بیا د هغه نړیوال سیاست ناکارندوالی او د نړیوالې ټولنې منافقانه دریځونه چې پر ملګروملتو او امنیت شورا تیکه لري نندارې ته وړاندې کړي دي .
په همداوروستیو شپو ورځو کې د یمن د صنعاء پشمول په مختلفو سیمو د سعودي ائيتلاف هوائي حملې زیاتې شوي او تر دې دمه په دغو جنایتونو او بې آمانه حملو کې په لسګونو عام خلک قرباني شوي دي .