عربستان دې له دې لا دردونکو ګوزارونو په تمه ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110110-عربستان_دې_له_دې_لا_دردونکو_ګوزارونو_په_تمه_ووسي
  د سعودیانو حملو  یو ځل بیا د  هغه نړیوال سیاست ناکارندوالی او  د نړیوالې ټولنې منافقانه دریځونه چې  پر ملګروملتو او امنیت شورا تیکه لري   نندارې ته وړاندې کړي  دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2021 08:47 Asia/Kabul
  • عربستان دې له دې لا دردونکو ګوزارونو په تمه ووسي

  د سعودیانو حملو  یو ځل بیا د  هغه نړیوال سیاست ناکارندوالی او  د نړیوالې ټولنې منافقانه دریځونه چې  پر ملګروملتو او امنیت شورا تیکه لري   نندارې ته وړاندې کړي  دي .

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ ،  دیمن دسیاسی شورا یوه لوړپوړي مسئول محمد البخیتي  نن سهار په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ،د یمن پوځ او ولسی مبارزې کمیټې به  ډير زر د سعودي تیریګر ائيتلاف بې آمانه حملوته سخت ځواب ورکړي .

 البخیتي  ووئیل ، د صنعاءحکومت  به دحملې ځواب په حملې سره ورکړي او ډير زر به  د آل سعود رژيم لاسخت دردونکی ځواب وویني .

 هغه زیاته کړې ،د سعودي حکومت دیمن په ضد په جنګ کې بندون ته رسیدلی  او د  کومې نتیجې  په ترلاسه کولو کې بې وسه دی، له دې امله  اوس  ئې یو ځل بیا د د صنعاء دهوائي ډګر  او سټیډیم په څیر  په غیر پوځي مرکزونو او هستونو سیمو او عامو خلکو باندې د  حملو اوبمباریو جنایتونو ته مخه کړې ده .

د یمن د سیاسی شورا دغه  مسئول مقام  ددې خبرې په کولو سره چې په صنعاء  دسعودي ائيتلاف  دحملو له زیاتیدا سره په مارب کې د یمن دپوځ د پرمختګ ترمینځ ارتباط  لري ، روښانه کړې ،  د سعودیانو حملو  یو ځل بیا د  هغه نړیوال سیاست ناکارندوالی او  د نړیوالې ټولنې منافقانه دریځونه چې  پر ملګروملتو او امنیت شورا تیکه لري   نندارې ته وړاندې کړي  دي .

په همداوروستیو شپو ورځو کې  د یمن د صنعاء پشمول  په مختلفو سیمو د سعودي ائيتلاف  هوائي حملې  زیاتې شوي  او تر دې دمه  په دغو جنایتونو  او بې آمانه حملو کې په لسګونو عام خلک قرباني شوي دي .