د یمن جنګ اخري مرحلې ته ورننوتلی دی
فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد البخیتي په دې خبرې سره چې د یمن جنګ اخري پړاو ته رسیدلی دی وویل دا د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په ګټه نه ده چې د یمن پرضد خپلو تیریو ته دوام ورکړي بلکې ښه خبره دا ده چې د سولې د موافقې په لور ګام پورته کړي .
هغه وویل په داسې حال کښې چې تیریګر هیوادونه هڅه کوي د یمن پرضد له خپل ټول پوځي قدرت څخه استفاده وکړي د یمن مقاوم ځواکونه دغو بریدونو ته په سخت ډول ځواب ورکوي .
البخیتي وویل یمن د جنګي کشتیو او د سمندري توغندیو په تولیدونکي هیواد بدل شوی دی او نن سبا هیواد د «اپاچي »هیلي کوپټرونو ضد او د کشتیو ضد توغندي لري .
په تیرو څور ورځو او اونیو کښې په تیره بیا مارب ولایت کښې د یمن د مقاومت د ځواکونو میداني بریالیتوبونه سبب شوي دي چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونه د یمن په بیلابیلو سیمو باندې د خپلو هوايي بریدونو په زیاتولو سره د یمن د حکومتي عسکرو پرمختګ سوکه کړي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګونه تراوسه د سلګونو زره کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شوي دي او څلور (۴) میلیونه خلک یې کډوال کړي هم دي .
د سعودي عربستان پوځي تیریو دغه راز د یمن پینځه اتیا (۸۵) فیصده بیخ بنایاني تباه کړي دي او دغه هیواد یې د درملو او د خوراکي موادو له کمښت سره مخ کړی دی .