د عراق خلکو د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د عراق په سلګونو زرو خلکو د مقاومت د قومندانانو د شهادت د کلیزې په مناسبت د پارلمان د الټي میټم له ختمیدا سره په یووخت د امریکا د ټولو عسکرو له شرط پرته په وتلو ټینګار وکړ .
د عراق د پلازمینې بغداد ښار په مرکز کښې پرون په «الجادریه» سیمه کښې د ټول هیواد خلک راغونډ شوي وو چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ځواک د پخواني مرستیال ابو مهدي المهندس د شهادت د دوهمې(۲) کلیزې په مراسمو کښې پرتمینه ګډون وکړي .
خلکو په دغو سترو مراسمو کښې له عراق څخه د امریکا د عسکرو په وتلو باندې د ټینګار په ترڅ کښې د حاج قاسم سلیماني له قاتلانو د انتقام د اخیستلو شعارونه ورکړل .
په داعش ترهګرې ډلې باندې د بریالیتوب د قومندانانو د کلیزې د لمانځلو مراسم او دستورې له تیرو اوو (۷) ورځو راهسې د عراق په بیلابیلو سیمو کښې پیل شوي او اوس هم دوام لري .