د یمن پوځ دعربستان جنوب بیا په  ډرونز  وویشت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110534-د_یمن_پوځ_دعربستان_جنوب_بیا_په_ډرونز_وویشت
   د یمن دپوځ  ویندوي یحیی  سریع  پرون  په تیر میلادي کال کې د  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د عملیاتو  دنتیجې په بیانولو سره ووئيل ،د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په تیر ۲۰۲۱کال کې  له تیریګرو او سعودي  تالی څټو له سپیرو منګولو  دیمن د خاورې  کابو دولس زره مربع کلومیټر خاوره آزاده کړې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2022 09:05 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ دعربستان جنوب بیا په  ډرونز  وویشت

   د یمن دپوځ  ویندوي یحیی  سریع  پرون  په تیر میلادي کال کې د  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د عملیاتو  دنتیجې په بیانولو سره ووئيل ،د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په تیر ۲۰۲۱کال کې  له تیریګرو او سعودي  تالی څټو له سپیرو منګولو  دیمن د خاورې  کابو دولس زره مربع کلومیټر خاوره آزاده کړې ده .

سپوټنیک  خبری آژانس راپور ورکړ،  د یمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز او توغندوي یونټونو  په درو بې پيلوټه الوتکو سره  د عربستان په جنوب کې نجران ښار په نښه کړ  چې  پوځي سیمو ته ئې زیات تاوانونه  اوړولی دي .

  د یمن پوځ  په کرتو  دعربستان په خاورې په حملو سره ، د سعودیانو مهمې مورچلې په شیشت کې راوستي  دي .

   د یمن دپوځ  ویندوي یحیی  سریع  پرون  په تیر میلادي کال کې د  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د عملیاتو  دنتیجې په بیانولو سره ووئيل ،د یمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو په تیر ۲۰۲۱کال کې  له تیریګرو او سعودي  تالی څټو له سپیرو منګولو  دیمن د خاورې  کابو دولس زره مربع کلومیټر خاوره آزاده کړې ده .

 یحیی سریع  زیاته کړې ده ،په ۲۰۲۱کال کې د یمن د ګډ ځواک  هوا فضا دفاعي غونډ، توانیدلی د سعودي تیریګر ائیتلاف  دوویشت بې پيلوټه الوتکې ،( چې په دوي کې  شپږ سی ایچ -۴ ،۱۲ سکن ایګل ډوله ، یوه   ایم کې  او نهه ډوله چورلکه   او  دوې  آرکیو شل ډوله  او یو  کاريّل ډوله چورلکه پکې شاملې دي ) نسکورې کړي  . د یمن هوافضا دفاعي یونټ  همداراز توانیدلی په تیر کال کې د سعودي تیریګر ائیتلاف د جنګي الوتکو په مقابل کې یوزر پنځه ویشت ځله  مقابله وکړي او  له سیمې ئې تښتې ته  اړباسي .

د یمن دپوځ ویندوي ددغه هیواد دګډو ځواکونو توغندوي قدرت ته په اشارې سره  روښانه کړه ،په تیر ۲۰۲۱کال کې د یمن توغندوي یونټ ، څلور سوه شل مخه نیونکي حملې کړي  چې  درې سوه څلویښت  موردونه ئې د یمن په خاورې کې او د  سل مورده ئې هم د یمن له خاورې په بهر کې د دښمن پوځي مرکزونه  او غونډیدا ځایونه په نښه کړي دي .