سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110658-سعودي_عربستان_په_یمن_باندې_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان جنګي الوتکو په تیرو څو ساعتونو کښې څلوراویا (۷۴) ځله په یمن بمباریانې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2022 07:35 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان جنګي الوتکو په تیرو څو ساعتونو کښې څلوراویا (۷۴) ځله په یمن بمباریانې کړي دي .

د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې شپږڅلویښت (۴۶) ځله د یمن په «شبوه» ولایت کښې واقع په عسیلان او بیحان ولسوالیو بمبارې کړي دي .

دغه راپور زیاتوي د سعودي عربستان د ائتلاف جنګي الوتکو دغه راز د مارب ولایت په «الوادي » «الجوبه»  او « صرواح »ولسوالیو اوویشت (۲۷) ځله او په نجران سیمې هم یوځل بمبارې کړي دي .

د یمن پوځي سرچینو هم وویل د سعودي عربستان ائتلاف ته اړونده ځواکونو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل اته څلویښت (۱۴۸) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

له بلې خوا د سعودي عربستان ائتلاف ادعا وکړه چې توانیدلی دی د عربستان په خاوره باندې د یمن د ولسي کمیټیو او د پوځ د بې پایلوټه الوتکو حمله شنډه کړي .

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اسرائیلو ، انګلستان او د ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له مارچ میاشتې څخه په یمن باندې حملو او دغه راز له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان جنګ غوښتنه تراوسه د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه انسانانو د وژل کیدا او د لسګونو زره نورو د ژوبلیدا او د میلیونونو خلکو د کډوالو سبب شوي ده .