سوریې له کیمیاوي وسلو ناوړه استفاده وغندله
دائمي استازي بسام صباغ یوځل بیا په هرو شرایطو کښې د هر کس لخوا په هر وخت او هر ځای کښې له کیمیاوي وسلو استفاده وغندله .
بسام صباغ پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې ټینګار وکړ سوریې هیڅکله له هغو سترو چیلنجونو سره سره چې د سوریې پوځ او د دوې متحدان د ترهګرو ډلو او د دوې د ملګرو هیوادونو د جنایتونو په علت ورسره مخامخ دي هیڅکله له دغو ممنوعه وسلو او زهرجنو موادو استفاده نه ده کړي .
بسام صباغ زیاته کړه سوریه په دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال کښې د کیمیاوي وسلو د بندیز له تړون سره یوځاې شوه او د دغو وسلو د زیرمو او د هغوې د جوړولو د مرکزونو د ختمولو لپاره یې له ملګروملتونو او د کیمیاوي وسلو د بندیز له موسسې سره ملګرتیا وکړه او د دغه موسسې د راپورونو پراساس وتوانیدله د دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال په نیمايي کښې په لنډه موده کښې وتوانیده د کیمیاوي وسلو ختمولو کار پاې ته ورسوي .
امریکا او ځینو اروپايي هیوادونو په ۲۰۱۱ میلادي کال کښې د سوریې د کړکیچ د پیلیدا له وخت راهسې د سوریې د پوځ له پرمختګونو سره د مقابلې او د سوریې د پوځ د ترهګرو ضد د عملیاتو د بندولو لپاره په څو پړاونو کښې د دمشق حکومت له کیمیاوي وسلو په استفادې تورن کړ او په ځلونو یې په دې پلمه د سوریې په تحقیقاتي او پوځي مرکزونو او اډو باندې حملې کړي دي .
په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱میلادي کال راهسې د امریکا، د سعودي عربستان او د بریتانیا او د فرانسې په شمول د واشنګټن د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژيم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شو .