نړۍ د آل سعود رژيم په جنایتونو سترګې پټې کړي دي
د النجباء غورځنګ عمومی منشي د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل ،دغه غورځنګ به د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ، د عراق د نجباء غورځنګ عمومی منشي اکرم الکعبي ټینګار کړی ،دنیا دسعودي عربستان پر جنایتونو سترګې پټې کړي دي ، خو دغه غورځنګ به دآل سعود رژيم د ظلم په وړاندې دکړیدلو ملتونو ترڅنګ ولاړ وي او د دوي چغه به جوړه شي .
اکرم الکعبي په سعودي عربستان کې د بحرین د دوو شیعه ځوانانو لپاره دپانسۍ د فیصلې صادریدا محکومه کړې او د ریاض د رژيم د واکوالانو دجنایتونو په وړانډې ئې دنړیوالو پر انزوا او سترګو پټولو سختې نیوکې کړي دي .
شیخ اکرم الکعبي دپانسۍ دغه فیصله یوه پرنیزه او غیر انساني بللې او زیاته ئې کړې ده ،آل سعود رژيم تر څو پورې په بحرین او سیمې کې د بې ګناه خلکو نسل وژنې ته دوم ورکوي او په دغو جنایتونو باندې به تر څو پورې سترګې پټيږي ؟
د النجباء غورځنګ عمومی منشي د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل ،دغه غورځنګ به د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .
د سعودي عربستان امنیتی مامورانو ،په ۲۰۱۵کال کې د جعفر سلطان او صادق ثامر په نامو سره د بحرین دوه ځوان اعتراض کونکي وتښتول او په یوه نامعلوم ځاي کې له سلو ورځو ساتلو وروسته زندان ته منتقل کړل . دعربستان یوې محکمې پرون ددغو دوو ځوانو بحرینیانو لپاره دپانسۍ فیصله صادره کړې ده .