امارات دې ځان د یمن دکلک غبرګون لپاره تیار کړي
،ترهغه وخته چې کلابندي او تیري دوام ولري ، د ځواب وئيلو او مخه نیونې انډول به هم دوام ولري او لا سټراټژيک او حیاتي دریځونه به رابرسیره شي .
زمونږخبریال راپور راکړد یمن د ملی نجات حکومت یو مسئول مقام علی القحوم نن په یوه پیغام کې لیکلي دي ،دیمن په ضد به د متحده عربی اماراتو د جنایتونو په وړاندې چُپه خوله کښې نه ني .
القحوم روښانه کړې ،دځواب وئیلو ټاکنه هماغه راز پخپل ځاي پاتې ده او امارات دې د یمن د لازیاتو اوسختو حملو لپاره ځان تیار کړي .د اماراتو لپاره به دامریکا او اسرئيلو ملاتړونه هیڅ کارندوالی ونه لری،مونږ به ددغه هیواد مرکز په شیشت کې راولوو.
د یمن دغه حکومتي چارواکي ټينګار کړی ،ترهغه وخته چې کلابندي او تیري دوام ولري ، د ځواب وئيلو او مخه نیونې انډول به هم دوام ولري او لا سټراټژيک او حیاتي دریځونه به رابرسیره شي .
متحده عربی اماراتو په همدا وروستیو کې پر یمن خپلې حملې زیاتې کړي او خپل تالي څټي ځواکونه ئې چې داعشي تکفیریانو بانډې مشتمل دي ، دیمن په جنوب کې شبوه ولایت ته د حملو لپاره لیږدولي دي .
د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو ، د دوشنبې په ورځ ددغو تیریو د ځواب په یوې برخې کې دا ماراتو دابوظبئ نړیوال هوائي ډګر او د آدنوک تیلی شرکت ټینکرې په لسو بالسټیک توغندیو او شلو ډرونز سره وویشتې چې وئیل کیږي ، درې کسان پکې وژل شوي او یو شمیر نو ر هم ټپيان شوي دي او د غو سیمو ته ئې دير تاوانونه هم اړولي دي .