سعودي اماراتي تیریګرائيتلاف دې دلاسختوځوابونوپه تمه ووسي
د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونوڅخه غوښتل شوي دي چې د سعودي اماراتي تیریګرو په ضد دې مخه نیونکي او غاښ ماتونکو عملیاتو لمن پراخه کړي .
المسیره ټيلیويژنی چینل راپور ورکړ ،د ینم لوړې سیاسی شورا پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو او دسعودي اماراتي ائیتلاف په ضد د حملو په سختولو باندې په ټينګار سره د یمن طوفان دوه نومې عملیات د غاښ ماتونکو ګوزارونو لپاره پيلامه بللې .
په راپور کې وئيل شوي ،په دغې اعلامیې کې د طوفان دوه نومې عملیاتو بریالیتوب په باب مبارکي وئيل شوي او د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونوڅخه غوښتل شوي دي چې د سعودي اماراتي تیریګرو په ضد دې مخه نیونکي او غاښ ماتونکو عملیاتو لمن پراخه کړي .
د یمن لوړې سیاسی شورا دې ته په اشارې سره چې د یمن طوفان دوه نومې عملیات د راتلونکو ځوابونو پیلامه ده ټينګار کړی، له دې مخکې د امریکا او صهیونیسټي رژيم د دسیسو په ضد د ویجاړونکو حملو خبر ورکړل شوی دی .
د یمن په مختلفو سیمو باندې د سعوي تیریګر ائیتلاف دحملو د زیاتیدا او سختیدا په دلیل ،د عربستان او متحده عربی اماراتو تیریګرو او جنایتکارو رژیمونو ته دصنعا د چارواو په بیابی اخبرداریو پسېو خبری سرچینو پرون سهار وختي په وروستیو څو ورځو کې د دوهم ځل لپاره دمتحده عربی اماراتو په پلازمینې ابوظبئ او همداراز دعربستان په جنوب کې د څلورو سترو چاودنو خبر ورکړل شوی دی .