سعودي اماراتي تیریګرائيتلاف دې دلاسختوځوابونوپه تمه ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111514-سعودي_اماراتي_تیریګرائيتلاف_دې_دلاسختوځوابونوپه_تمه_ووسي
د یمن د پوځ او ولسی مبارزو  کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونوڅخه غوښتل شوي دي چې د سعودي اماراتي  تیریګرو په ضد دې مخه نیونکي او  غاښ  ماتونکو عملیاتو  لمن  پراخه کړي . 
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 25, 2022 02:16 Asia/Kabul
  • سعودي اماراتي تیریګرائيتلاف دې  دلاسختوځوابونوپه تمه ووسي

د یمن د پوځ او ولسی مبارزو  کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونوڅخه غوښتل شوي دي چې د سعودي اماراتي  تیریګرو په ضد دې مخه نیونکي او  غاښ  ماتونکو عملیاتو  لمن  پراخه کړي . 

المسیره ټيلیويژنی چینل راپور ورکړ ،د ینم   لوړې سیاسی شورا  پرون ناوخته  دیوې اعلامیې په خپرولو او دسعودي اماراتي  ائیتلاف په ضد د حملو په سختولو باندې په ټينګار سره  د  یمن طوفان دوه نومې  عملیات د  غاښ ماتونکو  ګوزارونو  لپاره پيلامه بللې .

 په راپور کې وئيل شوي ،په دغې اعلامیې کې  د طوفان دوه نومې عملیاتو بریالیتوب په باب مبارکي وئيل شوي او  د یمن د پوځ او ولسی مبارزو  کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونوڅخه غوښتل شوي دي چې د سعودي اماراتي  تیریګرو په ضد دې مخه نیونکي او  غاښ  ماتونکو عملیاتو  لمن  پراخه کړي . 

 د یمن لوړې سیاسی شورا  دې ته په اشارې سره چې   د یمن طوفان دوه نومې عملیات  د راتلونکو ځوابونو پیلامه ده ټينګار کړی،  له دې مخکې  د  امریکا او صهیونیسټي رژيم  د دسیسو په ضد  د ویجاړونکو  حملو  خبر ورکړل شوی دی .

 د یمن په مختلفو سیمو باندې د سعوي تیریګر ائیتلاف  دحملو د زیاتیدا او سختیدا په دلیل ،د عربستان او متحده عربی اماراتو تیریګرو او جنایتکارو رژیمونو ته  دصنعا د چارواو  په بیابی اخبرداریو پسېو خبری سرچینو  پرون سهار وختي  په وروستیو څو ورځو کې د دوهم ځل لپاره دمتحده عربی اماراتو په پلازمینې ابوظبئ او همداراز دعربستان په جنوب کې د څلورو  سترو چاودنو  خبر ورکړل شوی دی .