امریکا د یمن د سرچینو د چورتالان کولو هڅه کوي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د پوځ د لوی درستیزوالې نائب رئیس وویل امریکا په یمن کښې د سولې له ټینګولو سره دلچپسۍ نلري .
د یمن د پوځ د لوې درستیزوالې نائب رئیس« علي الموشکي» د ملګروملتونو د پلاوي د مشر له مرستیال ډنییلا کروسلاک سره په کتنه کښې وویل امریکا په یمن کښې د سولې ټینګیدل نه غواړي او د یمن د خلکو د عایدونو او د سرچینو د چورتالان کولو او په خلکو او د دوې په سیاسي فیصلو باندې د سلطې د موندلو کوشش کوي .
الموشکي وویل د یمن ملت او مشران به د هیواد لپاره د ازادۍ او د خپلواکۍ تر تحقق پورې له نیواکګرو تیریګرو او د دوې له ګوډاګیانو سره مبارزې او خپل مقاومت ته دوام ورکړي .
هغه ملګري ملتونه د هغو نه توجیه وړ تیریو چې د عربو د ائتلاف ځواکونه او د هغوې ګوډاګیان یې د یمن د ملت پرضد کوي او د بندرونو او د هوايي ډګرونو د کلابند کولو اقدام کوي او یمن ته د تیلو ، د درملو او د خوراکي شیانو د ورتلو مخه نیسي د تشریح مسول وبلل .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنو تراوسه په سلګونو زره خلک مړه او ژوبل کړي او څه د پاسه څلویښت (۴۰) لکه خلک یې کډوال کړي دي .