د یمن خلک هیڅکله ذلت نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111952-د_یمن_خلک_هیڅکله_ذلت_نه_مني
زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبداالمالک بدر الدین الحوثي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن ملت به هیڅکله ذلت ونه مني وویل ماتي په یمن باندې د تیریګرو حتمي برخلیک دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2022 01:45 Asia/Kabul
  • د یمن خلک هیڅکله ذلت نه مني

زمونږ خبریال وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبداالمالک بدر الدین الحوثي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن ملت به هیڅکله ذلت ونه مني وویل ماتي په یمن باندې د تیریګرو حتمي برخلیک دی .

یمن له دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال راهسې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف له څاروي ډوله حملوسره مخامخ دی او په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه د دغه هیواد په سلګونو زره خلک مړه او ژوبل کړي او څلور (۴) میلیونه نور یې کډوال کړي هم دي .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثي په دې خبرې باندې ټینګارسره چې د یمن ملت نن په حقیقي معنا بریالی شوی دی وویل هغه کسان چې ګمان کوي د امریکا د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم د رضایت په جلبولو سره به بریالي شي وهم لري او ماتي د هغوې حتمي برخلیک دی .

دغه راز د یمن د پوځ لوی درستیز هم ټینګار وکړ د یمن توغندیو او بې پایلوټه الوتکو د تیریګر ائتلاف د هیوادونو ژورتیا ته دقیق او دردونکي ګوزارونه ورکړل او د یمن په ګټه یې د قوا انډول بدل کړ .

د یمن د پوځ  لوی درستیز محمد الغماري پرون وویل د دغه هیواد ځواکونه د سعودي عربستان او د متحد عربي اماراتو له ائتلاف سره د مقابلې لپاره سټراټيژیکې دفاعي وسلې په اختیار کښې لري .