سعودي عربستان په یمن باندې بریدونو ته دوام ورکړی
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د صعده ولایت په سرحدي سیمو باندې د سعودي عربستان د ګوډاګیانو په بریدونو کښې نهه ښاریز مړه او ژوبل شوي دي .
د سعودي عربستان ګوډاګیانو پرون د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په منبه سرحدي ولسوالۍ کښې د رقو سیمې په ځايي بازارچو باندې ډزو سره یو کس وژلی او اته نور ژوبل کړي دي .
دوه ورځې مخکې هم د یمن په شدا ولسوالۍ کښې په الدحله سیمه باندې د سعودي عربستان د توپونو په ډزو کښې د یمن درې ښاریز وژل شوي وو .
د یمن د عسکرو په پرمختګونو پسې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په مظلومو خلکو باندې خپله وحشیانه حملې زیاتې کړي دي .
سعودي عربستان چې د متحده عربي اماراتو، اسرائیلو ، امریکا ، انګلستان او د ځینو نورو هیوادونو له ملاتړه برخور دی له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن د مظلوم ملت پرضد حملو او بریدونو ته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له ځمکې ،هوا او سمندر څخه کلابند کړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان د تیریو په خاطر خلک له لوږې او د درملو له ډیر کمښت سره مخامخ دي .