له ایران سره د خبرواترو د پنځم پړاؤ په تمه یوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112496-له_ایران_سره_د_خبرواترو_د_پنځم_پړاؤ_په_تمه_یوو
 د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو  له سعودی عربستان  دخبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او  ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2022 11:58 Asia/Kabul
  • له ایران سره د خبرواترو د پنځم پړاؤ په تمه یوو

 د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو  له سعودی عربستان  دخبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او  ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .

 د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  بیګا د میونیخ په اته پنځوسمې امنیتی غونډې کې پخپلو څرګندونو کې ووئیل ،  عربستان ، له اسلامی ایران سره د خبرواترو د پنځم پړاؤ په انتظار کې دی  او ددغه بهیر دبریالیتوب هیله کوي .

تر دې دمه   دعراق په کوربتوب سره  د ایران او عربستان  دخبرواترو څلور پړاؤنه ترسره شوي دي .

 د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو  له سعودی عربستان  دخبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او  ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .

د عربستان خارجه وزیر  همداراز له تهران سره  موافقې ته درسیدا په خاطر دعملی ګامونو د پورته کولو لپاره د ریاض دچارواکو نه چمتووالي ته  له اشارې پرته  هیله ښودلې ده چې   ایران  دې جدي ګروهنه ولرل شي ، څو موافقې ته درسیدا لپاره  یوه نوي کاري روده ترلاسه کړئ شي .

 د سعودي عربستان خارجه وزیر  چې هیواد ئې د یمن له ولس سره دجنګ په دوام بوخت دی ،  همداراز ووئيل ،  ریاض به هماغه شان ،  دیمن  له مستعفي حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړ ي  او هڅه به وکړي ،  چې د دغه هیواد د ملی نجات حکومت و اوربند لپاره قانع کړي .

فیصل بن فرحان  په میونیخ کې  د امریکا له خارجه وزیر انتونیو بلینکن  سره هم کتنه کړې او د ایران دایټمي  خبرواترو  او همداراز د ریاض اوتهران ترمینځ   د روانو خبرواترو په باب ئې وسره  دنظر تبادله وکړه .