د یمن جنګ د انتظار له حده زیات اوږد شوی دی 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112690-د_یمن_جنګ_د_انتظار_له_حده_زیات_اوږد_شوی_دی
 د عربستان خارجه وزیر  همداراز دیمن دملی نجات حکومت د  مارب په څير د سعودي ائيتلاف  او متحدانو ترسلطې لاندې سیمو د آزادولو لپاره دپوځي عملیاتو دترسره کولو په دلیل ،دتاؤتریخوالي دزیاتیدا مسئول وبلۀ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 11:26 Asia/Kabul
  • د یمن جنګ د انتظار له حده زیات اوږد شوی دی 

 د عربستان خارجه وزیر  همداراز دیمن دملی نجات حکومت د  مارب په څير د سعودي ائيتلاف  او متحدانو ترسلطې لاندې سیمو د آزادولو لپاره دپوځي عملیاتو دترسره کولو په دلیل ،دتاؤتریخوالي دزیاتیدا مسئول وبلۀ .

د سعودی عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان آل سعودله جرمني  خبری آژانس سره په خبرو کې  ووئيل ،  هیواد ئې هیله مند ؤ دیمن جنګ اوږد نه شي ، خو دغه جنګ د انتظار له حده ډير اوږد شوی دی .

   عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۲۵کال له مارچ راهسې   په یمن  پوځي تیري پيل کړي او دغه بې وځله عربی هیواد ئې  د مځکې هوا او سمندر له لارې بشپړ کلابند کړی دی .په یمن کې دعربستان او متحدانو ئې تر دې دمه دیمن په لکونو خلک مړه او ژوبل کړي  او په میلیونونو خلک ئې  کډه په سر کړي دي ، چې  زیاتره تاوانونه ئې ماشومانو  او ښځو ته رسیدلی دي .

 زمونږخبریال  دغه راز راپور راکړ ، دعربستان خارجه وزیر په دغو خبرو کې منلې ده ،  په یمن دعربستان پوځي یرغل ، د منصور هادي د حفاظت په موخې سره کړی ، خو  دغه کار د ریاض د تمې له حده  ډير زیات اوږد شوی دی 

بن فرحان په یمن باندې  هراړخیزې حملې ته له اشارې پرته    چې تر دې دمه ئې  دوام درلودلی او دیمن مظلوم ولس ئې له ستر انساني ناؤرین سره مخامخ کړی دی  مدعي شوی دی ، عربستان  دبحران دحل  یوه سیاسی بهیر  ته رسیدا لپاره  هلې ځلې کوي .

 دعربستان خارجه وزیر  همداراز دیمن دملی نجات حکومت د  مارب په څير د سعودي ائيتلاف  او متحدانو ترسلطې لاندې سیمو د آزادولو لپاره دپوځي عملیاتو دترسره کولو په دلیل ،دتاؤتریخوالي دزیاتیدا مسئول وبلۀ .