په یمن کښې لس بندیان مبادله شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112884-په_یمن_کښې_لس_بندیان_مبادله_شوي_دي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی د مارب په جبهې کښې د یمن د څو بندیانو د خوشي کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 08:45 Asia/Kabul
  • په یمن کښې لس بندیان مبادله شوي دي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی د مارب په جبهې کښې د یمن د څو بندیانو د خوشي کیدا خبر ورکړ .

هغه بیګا وویل د یمن د پوځ او د ولسي کمیټیو پینځه بندیان سعودي عربستان ته د اړونده ځواکونو د بندیانو په مقابل کښې د ځايي مشرانو په مینځګړیتوب سره د هیواد په مرکز مارب جبهې کښې د بندیانو د تبادلې په عملیاتو کښې ازاد شوي دي .

د بندیانو تبادله د یمن د بیلابیلو ډلو ترمینځ په خبرو کښې یوه  اساسي موضوع ده او په دې زمینه کښې هڅې تل ناکامه پاتې شوي دي او په ځینو موردونو کښې د ځايي مشرانو په مینځګړیتوب سره یوشمیر بندیان سره مبادله شوي دي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد له ځمکې ، هوا او سمندر څخه بریدونو او کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

د یمن پرضد د سعودي عربستان د امریکا ، د صهیونیسټ رژیم د متحده عربي اماراتو ، اسرائیلو او د بریتانیا په جنګ غوښتنو کښې تراوسه اولس زره (۱۷۰۰۰) بې ګناه خلک مړه شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .