د یمن توغندیو او ډرونز بیا دعربستان دجدې چاڼځاي وویشت
د یمن دپوځ او ولسی کمیټیو د توغندوي او ډرونز یونټ یو ځل بیا د سعودي عربستان صنعتي ، پوځي او اقتصادي بیخ بینائي تاسیسات په شیشت کې راوستي دي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوي او ډرونز یونټونو ، بیګا نیمه شپه د جدې د هوائي ډګر او دتیلو دچاڼځاي پشمول دآل سعود رژيم یو شمیر پوځي ، صنعتي او اقتصادي بیخ بینائی تاسیسات په نښه کړي دي .
دسعودي ځينو سرچینو او دسوشل میډیا فعالانو په جده ښار کې دسترو چاودنو دغږونو دآوریدو خبر ورکړی دی .
په عین حال کې د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع وئیلي دي ،د یمن دپوځ په عملیاتو کې د قدس -۲ډوله ځاي بالسټیک توغندیو او خودکشه بې پيلوټه الوتکو استفاده شوې ده .
دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو دفاعي قدرت ، د آل سعود رژيم په وسیله ددغه هیواد له هراړخیزې کلابندۍ سره سره ورځ تربلې په زیاتیدا دی او د عربستان واکوالان ئې لالهانده کړي دي .د یمن پوځ د شنبې په شپه هم دریاض او ینبع پشمول د عربستان په مختلفو سیمو کې د سعودي پر حیاتي تاسیساتو د بالسټیک توغندیو او ډرونز خودکشې حملې کړي دي .