د یمن کړکیچ په سیاسي ډول حل کیدلای شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې د یمن د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د یمن د خلکو په لارښونې سره سیاسي هواری دی .
سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د دوه زره پینځلسم میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن باندې پوځي تیریو او له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو جنګ غوښتنه د یمن د سلګونو زرو خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د څلور میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده .
په همدې لړ کښې او په یمن باندې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي تیري د اومې کلیزې په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې بیانیې کښې ولیکل د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف دغه ظالمانه کلابندۍ او ورانونکی جنګ په داسې حال کښې اتم کال نه ورننوځي چې دغه مقاومت لرونکی هیواد یې د پیړۍ له ترټولو سترې انساني غمیزې سره مخامخ کړی دی او د دغه جنګ نیغ په نیغه او غیر مستقیمو پایلو له ټولو زیات ملکي خلک ، ښځې او بې ګناه ماشومان اغیزمن کړي دي او د یمن د ضروري بیخ بنایانو ، د روغتیا او د درملنې د برخو د امکاناتو ، اقتصاد ، معیشت او د زده کړې د بیخ بنایانو د له مینځه تلو سبب شوي دي .
دغه راز د یمن د پارلمان مشر په ریاض کښې د خبرو اترو لپاره په ځینو بلنو نیوکه وکړه او ویې ویل سعودي عربستان د امریکا په ملاتړ سره د یمن خلک وژني .
د یمن د پارلمان مشر یحیی الراعي د بیلابیلو هیوادونو د پارلمان غړیو او مشرانو ته په پیغام کښې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کښې د یمن د ډلو د سلامشورو د ترسره کولو په هکله د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په غوښتنې خواشیني څرګنده کړه .