د عربستان هوایي اډې د یمن له لوري په نښه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113880-د_عربستان_هوایي_اډې_د_یمن_له_لوري_په_نښه_شوي
خبري سرچینې ویلي چي په عربستان کې د ریاض، ابها او جدې هوایي میدانونه د یمن د بې پیلوټو الوتکو له لوری په نښه شوي او د جازان په ښار یوه توغندی پرېوتی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2022 03:00 Asia/Kabul
  • د عربستان هوایي اډې د یمن له لوري په نښه شوي

خبري سرچینې ویلي چي په عربستان کې د ریاض، ابها او جدې هوایي میدانونه د یمن د بې پیلوټو الوتکو له لوری په نښه شوي او د جازان په ښار یوه توغندی پرېوتی دی.

د سعودي د تیری ګر ائتلاف ویاند ترکی المالکي اعلان وکړ چي ۶ چاودېدونکي بې پیلوټه الوتکې د عربستان په جنوبي سیمو برید کړي.

د صابرین نیوز له راپور سره سم، د ریاض، ابها او جدې هوایي میدانونو کې ټول پروازونه کنسل شوي دي.

د سعودي تیری ګر ائتلاف ادعا کړې چي جازان باندې توغول شوی توغندی او یوه بې پیلوټه الوتکه د دفع هوا له لوري ویشتل شوي دي.

د الجزیرې له راپور سره سم، یوه بې پیلوټه الوتکه هم د عربستان د صامطه ولایت د برېښنا د تولید په مرکز موښتی دی.

د یمن فوځ په ځلونو تېری ګرو هیوادونو ته خبرداری ورکړي چي په یمن باندې د یرغل د دوام په صورت کې به د یرغلګرو هیوادونو تاسیسات په نښه کړي.