د یمن د خلکو مقاومت بریالیتوب لرلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113942-د_یمن_د_خلکو_مقاومت_بریالیتوب_لرلی_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یمن پرضد د اسرائیلو ، عربو او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د جنګي جنایت د اومې (۷)کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل د مقاومت موضوع د قدرت انډول او د سلطه ګرو قدرتونو سیاسي معادلات بدل کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 00:02 Asia/Kabul
  • د یمن د خلکو مقاومت بریالیتوب لرلی دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یمن پرضد د اسرائیلو ، عربو او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د جنګي جنایت د اومې (۷)کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل د مقاومت موضوع د قدرت انډول او د سلطه ګرو قدرتونو سیاسي معادلات بدل کړي دي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د دوه زره پینځلسم میلادي کال د مارچ د میاشتې شپږویشتمه نیټه د نړیوال صهیونیزم او د امریکا د ترهګر حکومت په هراړخیزه ملاتړونو سره د یمن د مظلوم او د مقاومت لرونکو خلکو پرضد د ال سعود د ترهګر رژیم په بې شرمانه جنایتونو او چورلیز سره د اسرائیلو، د عربو او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ او د ورانونکي جنګ د پیلولو ورځ ده .

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د یمن د جنګ نیغ په نیغه او غیر مستقیمو پایلو له هر شي زیات د یمن په بې ګناه ملکي وګړو ، ښځو او ماشومانو اغیز کړی دی او د یمن د مهمو بیخ بنایانو ، مرکزونو ، ارتباطاتي لارو ، د روغتیا د برخو د امکاناتو ، درملنې د چارو ، اقتصاد او د زده کړې د له مینځه تلو سبب شوی دی .

د یمن پرضد د ستر بشري جنایت او د ښکاره ظلم او د جنایت په وړاندې د بشري حقوقو د دفاع د ادعا کونکو هیوادونو او د نړیوالو موسسو مرګوني او سړه چپتیا د دغه سناریو بله برخه ده او د بشري حقوقو د ادعا کونکو او د نړیوالو ټولنو په کارنامې کښې شرمونکی داغ دی .