سعودي عربستان په یمن باندې بمباریو ته دوام ورکړی
زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف چې د امریکا د متحده عربي اماراتو، بریتانیا د اردن د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو هیوادونو ملاتړ ورسره دی بیګا د یمن د پلازمینې په صنعا او دغه راز په الحدیده ولایت کښې په ځینو سیمو سختې بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د تیریګر ائتلاف ویاند جنرال ترکي ال مالکي وویل مونږ په ځینو مرکزونه چې د عربستان لپاره د ګواښ سرچینې وې بمبارې وکړې .
هغه وویل چې زمونږ ائتلاف پرون سهار د دوو(۲) بې پایلوټه الوتکو چې په چاودیدونکو موادو سمبال وې مخه ونیوله .
د یمن انصار الله ولسي غورځنګ دغه راز وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یوه بریښنا کوټ ، د سونګو په یوه مرکز او د حکومت د بیمې په یوه دفتر بریدونه کړي دي .
د یمن انصار الله غورځنګ زیاته کړه چې په صنعا کښې د سعودي عربستان په برید کښې اته کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي چې ماشومان او ښځې پکښې شاملې دي .
د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف دغه راز د یمن په الحدیده ولایت کښې د تیلو په مرکزونو بریدونه کړي دي .
د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو د یمن په الحدیده ساحلي ښار کښې د طبي تجهیزاتو په یوه انبار هم بمبارې کړي دي .