عربستان دې دسولې لپاره خپل جدیّت ثابت کړي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113964-عربستان_دې_دسولې_لپاره_خپل_جدیّت_ثابت_کړي
د یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې  ووئیل،سعودي عربستان دې خپل جدیّت، د سولې لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د مشر په وسیله  وړاندې شوي پلان ته   په مثبت ځواب سره ثابت کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 08:22 Asia/Kabul
  • عربستان دې دسولې لپاره خپل جدیّت ثابت کړي 

د یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې  ووئیل،سعودي عربستان دې خپل جدیّت، د سولې لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د مشر په وسیله  وړاندې شوي پلان ته   په مثبت ځواب سره ثابت کړي .

 د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په عربستان  باندې توغندوي او  ډرونز حملې تر درو ورځو پورې ځنډوو او که عربستان  درست بهرني عسکر د یمن له خاورې او سمندري برخو وباسي او د یمن کلابندي او ورباندې بې امانه حملې ختم کړي، نو تیار یوو دغه اور بند دایمي کړو .

 ایرناخبری اژانس  راپور ورکړی،د یمن د ملی نجات حکومت  ویندوي محمد عبدالسلام  بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي،د سعودي نظام باید د  اور بند په منلو سره ،دغه پلان  ته د یمن له خاورې د خپلو بهرنیو عسکروپه ویستلو  سره او د  کلابندۍ په ختمولو سره  ځواب ورکړي .

هغه زیاته کړې  په داسې بڼه کې سوله ټینګیدلی او  له هر ډول پوځي او انساني دباؤ لیرې  په یوې آرامه فضا کې  د سیاسی حل لارې خبره کیدلی شي .