الکردستاني،شیعه مرجعیت ته د سپکاوي په وجه ونیوې شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114030-الکردستاني_شیعه_مرجعیت_ته_د_سپکاوي_په_وجه_ونیوې_شو
د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو د وزارت ځواکونو د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی نایف الکردستاني، د دیني مراجعو د سپکاوي په وجه ونیوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • الکردستاني،شیعه مرجعیت ته د سپکاوي په وجه ونیوې شو

د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو د وزارت ځواکونو د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی نایف الکردستاني، د دیني مراجعو د سپکاوي په وجه ونیوه

نایف الکردستاني پرون د غیر عرب دیني مراجعو په هکله یو ډیر جنجالي او له سپکاوي ډک ټویټ خپور کړ چې د شیعه ډلو قهر او غبرګون یې راپارولی دی.

الجزیره ټیلیویژني چینل خبر ورکړی چې د عراق د کردستان سیمې د کورنیو چارو وزارت نن د دغه سپک ټویټ له خپرولو وروسته د نایف الکردستاني د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د هغه په حق کښې به قانوني تابیاوې ترسره شي.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې معترضانو په بغداد کښې د کردستان د ډیموکراټ ګوند په یو مرکز باندې حمله وکړه او هغه یې وسوځوه.

عراقي سرچینو ویلي چې له دغو پيښو وروسته نایف الکردستاني د یو بل ټویټ په خپرولو سره، د مرجعیت په هکله د خپل مخکښني ټویټ څخه بخښنه وغوښتله.