د یمن پوځ د سعودي عربستان بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114092-د_یمن_پوځ_د_سعودي_عربستان_بې_پایلوټه_الوتکه_نسکوره_کړه
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د هیواد د پوځ هوايي ځواک د امریکا جوړه پایلوټه الوتکه اسکین ایګل چې په الوادي سیمه کښې په جاسوسۍ بوخته وه نسکوره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2022 01:16 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د سعودي عربستان بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د هیواد د پوځ هوايي ځواک د امریکا جوړه پایلوټه الوتکه اسکین ایګل چې په الوادي سیمه کښې په جاسوسۍ بوخته وه نسکوره کړه .

د یمن پوځ له دې مخکې هم د سعودي عربستان د تیریګر  ائتلاف څو بې پایلوټه الوتکې چې د امریکا جوړې دي نسکورې کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د هراړخیزه تیریو د پیلیدا د اتو کلونو له تیریدا سره سره د یمن پوځیان او ولسي کمیټیانې د خپل د  ملت د دفاع په ترڅ کښې توانیدلي دي د عربستان تیریګر ائتلاف او د هغه ګوډاګیانو ته سخت ګوزار ورکړي او په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کښې په ځینو سیمو بریدونه وکړي او د عربستان لخوا د یمن له بشپړه کلابندۍ سره سره خپل وسله وال په تیره بیا د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو توان په خپل کورني وس باندې تکیې کولو سره پیاوړی کړي .

بل خبردا چي سعودي عربستان د یمن پرضد له تیرې سه شنبې ورځې راهسې یوسل لس ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .